د روسيې ولسمشر په څرګنده وويل چې هڅه به وکړي د بيا انتخابېدو لپاره د ٢٠١٨ میلادي کال د مارچ مياشتې انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.
ولاديمير پوتين وويل چې په دې اړه به ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.
د روسيې ولسمشر دا اعلان نن په مسکو کې د رضاکارو ډلو ته د جايزو ورکولو مراسمو ته په وينا کې وکړه.
کله چې اناونسر ورڅخه پوښتنه وکړه، ايا دى به د روسيې د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته ځان کانديد کړي؟
پوتين په ځواب کې پوښتنه وکړه چې ايا د ده له کانديداتورۍ به اکثريت ځوان مخطابان او نور کسان ملاتړ وکړي؟
کله چې هغوى د "هو" نارې ووهلې، پوتين وويل، چې داسې ده، په دې اړه به په نږدې راتلونکي کې خپله پرېکړه اعلان کړم.
دغه مراسم په ژوندۍ بڼه له ټلوېزيون نه خپرېدل.
ولاديمير پوتين له ١٩٩٩ میلادي کال راهيسې يا د روسيې صدراعظم يا هم ولسمشر پاتې شوى او اټکل کېږي چې د جمهوري رياست د بلې شپږ کلنې دورې کانديد به وي.