دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ۵۱ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په دغو ګډو تهاجمي او تعرضي عملياتو کې چې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې شوي ٧ تنه نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي.

دفاع وزارت وايي په وژل شويو وسله‌والو کې د داعش ډلې ٢۵ غړي هم شامل دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.