په سمنګان ولايت کې د کاليو يوه مارکېټ تېره شپه اور اخيستى دى.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ وياند منير رحيمي د ازادي راډيو خبريال ته ويلي، د اور لګېدنې علت لا نهدى معلوم.
ده ونهويل چې په پېښه کې څومره مالي زيان اوښتى، خو عيني شاهدان وايي، په اور کې تر ٣٠ زيات دکانونه سوځېدلي او داسې اټکل کېږي چې د مليونونو افغانيو په ارزښت به خلکو ته مالي تاوانونه رسېدلي وي.