اردوغان: په نيويارک کې د محمد هاکان اتيلا محاکمه د ترکيې بدنامول دي

د ترکيې ولسمشر د نيويارک په يوه محکمه کې د يوه ترکي بانکر محاکمه له ترکيې د باج اخيستنې او د ترکيې د بدنامولو هڅه وبلله.

ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون سې شنبه په انقره کې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د هاک بانک د اجرائيه مدير محمد هاکان اتيلا محاکمه پنځمې ورځې ته وغځېده.

په دې محاکمه کې د امريکا د حکومت يوه کليدي شاهد رضا ضراب شاهدي ورکړې چې ادعا کېږي له ايرانه د امريکا له بنديزونو د تېښتې يو طراح دى.

د ترکيې ولسمشر دغه محاکمه د ترکيې د منحرف کولو هڅه وګڼله او د ده په وينا، په دې ډول واشنګټن غواړي په سوريه او ترکيه کې کرد ډلې غښتلې کړي.

ترکيه د کردانو دغه ډلې ترورېستي شبکې ګڼي او وايي چې په ترکيه کې له وسله‌والو بېلتون غوښتونکو سره اړيکې لري.

اردوغان وايي، ترکيه د امريکا متحده ايالاتو پر خلاف کوم پلان نه‌لري، خو دا څرګنده ده چې امريکا د ترکيې پر خلاف پلانونه لري.

د ترکيې ولسمشر وويل، پر ايران بنديزونه له قانون، عدالت او تجارت سره هېڅ ارتباط نه‌لري، يوازې يوه اکروباتيکه ننداره ده.