په کندهار کې ښځو ته د اقتصاد د پیاوړتیا په هدف ۱۰۳ شنې خونې ووېشل شوې.
د کندهار د کرنې رئیس سید حفیظالله سیدي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه شنې خونې د کندهار ولایت په ارغنداب، ژېړۍ، دامان، ډنډ او مرکز کې د کرنې ریاست لهخوا د ۳،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ښاغلی سیدي وایي، د شنو خونو د وېش تر څنګ به ښځو ته په ژمي کې د کر په هدف د سبزیو اصلاح شوي تخمونه هم ورکړل شي.