په افغانستان کې د بهرنیو پانګهوالو لپاره د ویزې د ورکړې موده درې کلونو ته وغځول شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو کلونو کې بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو ته د ویزې شرایط سخت وو او په میاشتو میاشتو بهرنیو سوداګرو ته ویزه نهورکول کېده.
ښاغلي پسرلي وویل چې یاده ستونزه د سوداګرۍ خونې په وړاندیز افغان حکومت حل کړې ده.
ښاغلي پسرلي وویل:
"سوداګرو ته سوداګرېزه ویزه له یوه کاله تر درېيو کلونو پورې ورکول کېږي او کوم سوداګر چې غواړي افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي، هغوی ته د حامد کرزي په نړیوال ډګر کې سملاسي ویزه ورکول کېږي."
ښاغلی پسرلی د سوداګریزو ویزو اسانه پروسیجر د خصوصي سکټور په ګټه بولي او وايي چې په دې سره به په هېواد کې پانګونې ته لا زمینه برابره شي.