لاوروف: ۵ هېوادونو د کسپین سمندرګي پر مهمو حقوقي مسئلو توافق کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د کسپین د سمندرګي د حوزې پنځو هېوادونو د دې سمندرګي د حقوقي موقف په اړه پر ټولو مهمو مسئلو توافق کړی دی.

سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ د اذربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر لیدنې وروسته وویل، د کسپین د سمندرګي د حقوقي دریځ په اړه طرحه چمتو شوې او د کسپین د سمندرګي د حوزې د هېوادونو د ولسمشرانو په غونډه کې به لاسلیک شي.

د کسپین د سمندرګي د شااوخوا پرتو هېوادونو د مشرانو غونډه راتلونکي میلادي کال په قزاقستان کې جوړېږي.