ځانګړي امریکايي څېړونکي رابرټ مولر د ولسمشر ټرمپ او د ده د کورنۍ د غړو د بانکي حسابونو په اړه د جرمني له «دویچ بانک» څخه د معلوماتو غوښتنه کړې.
د روېټرز خبري اژانس د هغو کسانو له قوله چې له دې موضوع خبر دي، ویلي چې مولر په یوه حقوقي لیک کې له نوموړي بانکه د پیسو او کرډېټونو د ځینو انتقالاتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
دویچ بانک چې د جرمني لوی بانګ ګڼل کېږي، تر دې مخکې دا ډول غوښتنې رد کړې دي.
رابرټ مولر ځانګړی امریکايي څارنوال دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه څېړنې کوي.
د دې څېړنو له مخې، تر اوسه د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلېن په شمول پر څلورو تنو جرمي تورونه پورې شوي دي.
روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې تورونه رد کړي دي.