د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري فساد له ۹۲ پېښو سره په تړاو یې د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې په تورنو کسانو کې دوه جنرالان او ۳۶ د پولیسو افسران شامل دي.
خو په افغانستان کې د شفافیت د څارنې ادارې مشر اکرام افضلي نن ازادي راډیو ته وویل:
"له اداري فساد سره په مبارزه کې د کورنیو چارو وزارت فعالیت ډېر شفاف نهدی او موږ زیات باور نهورباندې لرو."
د افغانستان لویې څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه خبرې نهدې کړي.