د روسيې عدلیې وزارت د ازادې اروپا/ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو د هغو رسنیو په ګڼه کې اعلان کړې چې بهرنیو حکومتونو ته کار کوي.
د روسیې د عدلیې وزارت پر وېبپاڼه نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په هغه هېواد کې د رسنیو د نوي قانون پر اساس پرېکړه وشوه چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو، امریکا غږ راډیو، د روسیې لپاره ټلوېزیوني خپرونې کرنټ ټایم، د ازادي راډیو تاتارباشکیر خپرونې او یو شمېر نورې بهرنۍ رسنۍ د بهرنیو اجنټانو یا د هغو ادارو په توګه وپېژندل شي چې بهرنیو حکومتونو ته کار کوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر توماس کېنټ ویلي، د روسیې د عدليې وزارت له پرېکړې خبر دی، خو په دې اړه چې د بهرنیو حکومتونو د استازو په لېست کې ګڼل کېدل به څه پایلې یا اغېزې ولري، جزئیات نهدي ورکړل شوي.
کېنټ وویل:
"د ازادې اروپا/ ازادي راډیو اداره د روسیې له پرېکړې خبره ده او پوهېږي چې زموږ څو برخې، کرنټ ټایم ټلوېزیون او ډیجیټل شبکې يې د بهرنیو حکومتونو د استازو په ګڼه کې بللې دي. د روسیې عدلیې وزارت اعلان کړی چې په روسیه کې زموږ پر خپرونو زیات بندیزونه ولګېږي، خو جزئیاتیې لا نهدي څرګند شوي. موږ د روسیې د عدلیې وزارت او د نورو رسمي روسي ادارو اړیکې دقیقې څېړو. د خبریالۍ له کار سره ژمن پاتې کېږو، څو خپلو روسي ژبو لیدونکو او اورېدونکو ته دقیق او بېپرې خبرونه خپاره کړو."
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر توماس کېنټ ویلي چې ادارهیې د ژورنالیزم له اصولو سره سم، د روسیې او نورو هېوادونو په اړه خبرونه او راپورونه جوړوي او دقیقو او هر اړخیزو ژورنالیستیکي کارونو ته خپل تعهد به ټینګ وساتي.
دا قانون د روسیې پارلمان په وروستیو کې تصویب کړ چې پر اساسیې د روسیې حکومت کولای شي چې پر بهرنیو رسنیو د بهرنیو اجنټانو ټاپه ولګوي.
د روسیې ولسمشر د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه دا قانون توشېح کړ.
د روسیې د پارلمان دواړه خونې د "متحده روسیه" ګوند تر نفوذ لاندې دي او د حکومت له خوښې سره سم ګامونه اخلي.
اروپايي اتحادیې ویلي چې د روسیې نوی قانون بشري حقونو ته د روسیې پر مسؤلیت او تعهد تېری کوي او ویلي يې دي چې دا قانون په روسیه کې د معلوماتو د ترلاسه کولو او ازادو مطبوعاتو د فعالیت مخالف دی.
د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې د روسیې نوی قانون غندلی او پر ازادو مطبوعاتو يې مخامخ حمله بللې ده.
د روسیې دولت تر هغه وروسته چې په امریکا کې د روسیې پر یوه ټلوېزیون "ار، ټي" چې د کرملېن له لوري تمويلېږي، د حکومت په ګټه د تبلیغ تور پورې شو او غوښتنه ورڅخه وشوه چې په امریکا کې د رسنیو د ځانګړي قانون "فارا" په چوکاټ کې ثبت شي، د رسنیو د ثبت نوی قانون جوړ کړ.
"فارا" په امریکا کې د بهرنیو حکومتونو د استازو ادارو د ثبت او څارنې لپاره جوړ شوی قانون دی.
ټاکل شوې چې د روسیې پارلمان په یوه نوې لایحه کې چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي، هغه رسنۍ چې د بهرنیو حکومتونو د استازو په ګڼه کې راغلي، د پارلمان د استازو مجلس ته له ورتګه منع کړي.