د ملي صنايعو درې ورځنی جشن نن د کابل په بادام باغ کې جوړ شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستيال فيروز خان مسجدي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه جشن له کورني صنعت نه د ملاتړ په هدف جوړ شوی دی.
په دغه جشن کې له ټول هېواد نه ۱۰۰ شرکتونو خپل توکي نندارې ته اېښي دي.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر صنعتکاران انتقاد کوي چې لاهم حکومت د کورنيو توليداتو د ودې لپاره لازم اقدامات نهدي کړي.