پسرلی: ناامنیو د بهرنیو نندارتونونو د جوړېدو مخه نیولې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي، په هېواد کې وروستیو نا امنیو د بهرنیو نندارتونونو د جوړولو مخه نیولې ده.

صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل، تمه وه چې نن سهې شنبې په کابل کې د هندوستان نړیوال درې ورځنی نندارتون پرانیستل شي، خو د ناامنیو له امله وځنډېدی.

نوموړی وایي، که چېرې په هېواد کې نا امنۍ همداسې دوام وکړي پر اقتصادي فعالیتونو به منفي اغېز وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بدمرغه که چېرې دا وضعیت دوام وکړي زموږ اقتصادي وضعیت خرابېږي، موږ نشو کولي چې په هېواد کې نندارتونونه، نړیوال کنفرانسونه او نور لوی پروګرامونه عملي کړو."

ښاغلی پسرلی وایي، د نا امنیو له امله د افغانستان ـ ایران نندارتون هم نشو جوړ.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له امنیتي مسؤلینو غواړي چې په دغه هېواد کې د امنیت د تينګښت مسئلې ته جدي پام واړوي.