د بالیسټیک توغندیو په اړه له ایرانه د فرانسې او جرمني غوښتنه

فرانسې او جرمني له ایرانه غوښتنه کړې چې د بالیسټیک توغندیو په اړه خپل سیاست بدل کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان وویل، پاریس او برلین په دې اړه چې ایران باید د بالیسټیک مزایلو په اړه خپله کړنلاره بدله کړي او په منځني ختيځ کې ناکرارۍ پاي ته ورسوي، ګډ نظر لري.

لو دریان پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» په پاریس کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر زیګمار ګابریل سره په ګډه خبري غونډه کې، ټینګار وکړ چې پاریس او برلین د ایران په کړنلارو کې د بدلون په اړه ګډ دریځ لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بهرام قاسمي تر دې مخکي ویلي و چې پر خپل راکټي پروګرام هېڅکله مذاکرې نه‌کوي.