ټرمپ په اسرائیل کې د امریکا سفارت په اړه خپله یوه پرېکړه ځنډولې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې هغې پرېکړې اعلان ځنډولی چې له مخې یې متحده ایالات په اسرائیل کې خپل سفارت له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته لېږدوي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاند هوګان ګیډلي تېره ورځ وویل چې دا پریکړه ښايي په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

له ۱۹۹۵ کال راهیسې د امریکا هر ولسمشر په هرو شپږو میاشتو کې هغه حکم لاسلیکوي چې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د موقعیت بدلون ځنډوي، څو د منځني ختیځ په دې حساسه مسئله کې د احساساتو د پارونو مخه ونیول شي.

د سفارت د موقعیت په بدلون کې د ځنډ سږنی مهلت پرون پای ته ورسېد.

د سپینې ماڼۍ جګپوړو چارواکو ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې له خپلو پخوانیو ژمنو سره سره ښايي داسې مؤقت حکم ورکړي چې د سفارت د انتقال کار وځنډېږي، خو چارواکي دا یادونه هم کوي چې ښاغلی ټرمپ ښايي سبا چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۴» په یوه وینا کې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.