پکتیا کې د روحاني بابا غیر رسمي ولسوالۍ رسمي شوه

په پکتیا ولایت کې د روحاني بابا ولسوالۍ نوې رامنځته او یوه بله غیر رسمي ولسوالۍ رسمي شوه.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن ازادي راډیو ته وویل، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هغه طرح ومنله چې په زرمت ولسوالۍ کې باید د روحاني بابا په نوم یوه بله ولسوالۍ جوړه شي.

همداراز د ګردې څېړۍ ولسوالۍ هم د رسمي ولسوالیو په کتار کې وشمېرل شوه.

له دې سره د پکتیا د ټولو ولسوالیو شمېره ۱۴ ته ورسیده.

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په تشکیلاتو کې له بدلونونو سره به د خلکو د ستونزو څېړنه اسانه شي ځکه ورسره په اداري او امنیتي تشکیلاتو کې هم زیاتوالی راځي.