په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، د افغان ښځو پر ضد په پراخه پیمانه تشدد روان دی، خو بشري فعالان په وضعیت کې د یو څه بدلون خبره کوي.
تداميچي یاماموتو په یوه مقاله کې چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ډیپلومات خپرونې خپره کړه لیکلي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې د جنسیت پر بنا د تشدد اندازه ډېره لوړه ده.
تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکلي چې لږ تر لږه ۸۷ فیصده افغانې ښځې د جنسي تشدد له یوه ډول سره مخامخ شوي دي.
تدامیچي یاماموتو لیکلي چې په افغانستان کې د بحران د مخنیوي او د سولې لپاره کار کوي چې د ښځو، نجونو او ماشومانو پر ضد د روان تشدد د ریښو ایستلو لپاره هڅې هم پهکې شاملېږي.