مټېس د وسله‌والو په اړه پر لوړ رتبه پاکستاني چارواکو فشار راوستی

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس پر لوړ رتبه پاکستاني چارواکو فشار راوستی چې د وسله‌والو پر ضد په مبارزه کې خپلې هڅې "دوه برابره" زیاتې کړي.

مټېس پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه، پوځي جنرالانو او په اسلام‌اباد کې د امریکا له سفیر سره کتلي دي.

د امریکا دفاع وزارت په پاکستان کې د هغو وسله‌والو ډلو د فعالیت له امله چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او د امریکا پر ګټو حملې کوي، له اسلام‌اباد سره د واشنګټن قهر ته اشاره کړې ده.

امریکا او پاکستان دواړو ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره ګډ کار کوي او له اسلام‌اباده غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

پنټاګون پرون په خبرپاڼه کې وویل، د دفاع وزیر جنرال جېمز مټېس د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید د ترورېستانو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.