د یمن ولسمشر عبدالربهُ منصور هادي چې اوسمهال په سعودي عربستان کې اوسي، پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» د هغه هېواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د وژل کېدو له امله یمنیانو ته تسلیت وویل.
عبدالربهُ منصور هادي له یمنیانو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې په خاطر په یمن کې د حوثي ملېشه ځواکونو پر ضد پورته شي او پاڅون وکړي.
هغه د یمن خلکو ته په ټلوېزوني پیغام کې وویل:
"زه د یمن په ټولو ولایتونو کې چې د د ترورېستو ملېشو او مجرمینو تر لاس لاندې دي، له خلکو غواړم چې پاڅونونه وکړي، مقاومت وکړي او هغوی رد کړي."
په یمن کې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وفادارانو تقریباً تر تېرې اوونۍ پورې د یمن د حوثي ملېشو تر څنګ د هادي د ځواکونو پر ضد په جګړه کې برخه درلوده، خو د یمن د حوثي ملېشه ځواکونو مشر پرون اعلان وکړ چې علی عبدالله صالح د "خیانت" له امله وژل شوی دی.
علي عبدالله صالح ۷۵ کلن و او پر یمنیې درې لسیزې حکومت کړی و.
هغه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په یمن کې د ولسي پاڅون له امله له دندې لیرې شو.