په ارزګان کې یوه کس د خپلې مېرمنې مرۍ پرې کړې

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن دوشنبه ماسپښين شااوخوا یوه بجه یوه کس د خپلې مېرمنې مرۍ په چاړه پرې کړې او وژلې یې ده.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې امر دل اقا نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د وژل شوې ښځې خاوند چې د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له کوره تښتېدلی او ورسره خپل درې ماشومان چې له همدې ښځې یې وو، له ځان سره وړي دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي، خو وايي چې هڅي یې پیل کړي دي.

له دې سره بیا د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي چې وژل شوې ښځې له دوی سره یو کال مخکې د نرسې په توګه دنده لرله چې اوس يې په روغتون کې دنده خوشې کړې وه او په کور کې یې شخصي ناروغان تداوي کول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې دا ۵ مه ښځه ده چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي او وژل کېږي.