راپورونه وایي چې د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح وژل شوی دی.
تر اوسه د هغه وژل کېدل رسماً نهدي تائید شوي، خو حوثي یاغیانو او یو شمېر نورو سرچینو د هغه د وژلو خبر ورکړی دی.
صالح چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې قدرت پرېښودو ته اړ کړای شوی و، د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان د ملاتړي حکومت د مشر عبدالربو منصور هادي په وړاندې جګړه مخ ته وړله.
د سعودي عربستان العربیه ټلوېزیون خبر ورکړ چې صالح په صنعا کې د ایران ملاتړې حوثي یاغیانو سره په نښتو کې وژل شوی دی.
د خبر له مخې، دغه خبره د صالح د ګوند سرچینو کړې ده.