افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دینګ شيجون سره په ارګ کې وکتل.
جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لورو په دغې کتنه کې د سیمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تأمین په اړه خبرې کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د سیمې، سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه "چین، افغانستان او پاکستان" جوړه کړي او هیله ده چې افغانستان په هغه کې ګډون وکړي.
جمهور رئیس غني د چین ولسي جمهوریت له لوري د درې اړخیزه غونډې جوړول، د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره ګټوره وبلله او زیاتهیې کړه، افغانستان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي.