د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيحه کې د دولت ٣٤ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
دغه وزارت نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، پکتيا، لوګر، غزني، ميدان وردګ، کندهار، فراه، جوزجان، فارياب، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په دې لړ کې ٤ نور وسلهوال ټپيان شوي او يو تن نيول شوى دى.
دفاع وزارت زياتوي چې په دغو هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو کې د وژل شويو وسلهوالو په کتار کې، د هغوى ځيني مشران هم شامل دي.