ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه ازبکستان ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ازبکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې د ټرانزيت په ګډون په بېلابېلو برخو کې څه باندې ٢١ موافقې لاسليک کړي.

د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ازادي راډيو ته وويل:

"دغه موافقې به په تجارتي او ټرانزيتي برخو کې وي چې د ولسمشر په حضور کې به لاسليک شي. افغانستان به د جنوبي اسيا له هېوادونو سره د ازبکستان د نښلولو دهلېز او ازبکستان به له منځنۍ اسيا، روسيې، چين او قزاقستان سره د افغانستان د نښلېدو دهلېز وي."

افغانستان هڅه کوي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره په تجارتي، ټرانزيت او نورو برخو کې همکارۍ زياتې کړي.