غني: عرب امارات به د افغانستان په اړه د لوى کنفرانس کوربه وي

د افغانستان ولسمشر وايي، متحده عرب امارات به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د يوه لوى کنفرانس کوربه وي.

محمد اشرف غني دا خبره تېر ماښام د ملي شورا له رئيسانو، اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وکړه.

ښاغلي غني ونه‌ويل چې دغه کنفرانس به کله جوړېږي، خو ويې‌ويل چې په دې برخه کې په ګډه پر چمتووالي کار کوي.

د افغانستان ولسمشر وويل، متحده امارات د اول عربي هېواد په توګه د افغانستان له هوايي ځواک سره مرستې ته تيار دى او په افغانستان کې به د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ولسمشر غني وويل، د افغانانو د غوښتنو د عملي کېدو لپاره تر ٤٠ کلونو وروسته نړيوال ماحول بدل شوى.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"تر ٤٠ کلونو وروسته نړيوال ماحول داسې جوړ شوى چې که خدا کول زموږ د ستر ملت اوږد مهالې غوښتنې چې ډېرې قربانۍ يې ورته ورکړي، د عملي کېدو په حال کې دي. څرنګه چې د افغانستان دښمنان او بد غوښتونکي غواړي دا فرصت تباه شي، په هماغه اندازه ګډ دريځ، اقدام او هوډ په کار دى."

د افغانستان ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، ټاپي پروژه به په درېيو مياشتو کې د افغانستان خاورې ته داخله شي.

د دې پروژې په مرسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان له طريقه پاکستان او بيا هند ته انتقالېږي.

دغه پروژه دوه کاله مخکې د ولسمشر غني او د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له‌خوا پرانیستل شوې وه.