اردوغان: هغه تجاران چې خپله شتمني له ترکیې باسي، خيانت کوي

د ترکيې ولسمشر ويلي، هغه تجاران چې هڅه کوي خپله شتمني له دغه هېواده بهر وباسي، خيانت کوي.

رجب طيب اردوغان پرون په ټلوېزيوني وينا کې وويل:

"زه پوهېږم چې ځيني تجاران هڅه کوي خپله شتمني په بهر کې ځاى پر ځاى کړي، زه له حکومته غواړم داسې يوه اقدام ته اجازه ورنه‌کړي، ځکه دا د خيانت اعمال دي."

اردوغان چې د ختيځ ښارګوټي موس يوې سياسي غونډې ته خبرې کولې، د چا نوم وانه‌خيست.

خو دى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې مخکې څارنوالانو د ايراني‌الاصله ترکي تجار د شتمنۍ د ضبط کولو امر ورکړ.

د سرو زرو تجار رضا ضراب په نيويارک کې د هغه ترکي بانکدار پر خلاف شاهدي ورکړه چې پر ايران د امريکا له لګول شويو بنديزونو په سرغړونه تورن دى.

د شاهدۍ په وخت کې ده د ترکیې ولسمشر اردوغان او نور حکومتي مشران تورن کړل چې د يو میليارد ډالرو په ارزښت‌يې يوه موافقه لاسليک کړې، څو د سرو زرو په بڼه د شتمنۍ په انتقال سره، د ايران د تېلو او ګازو د عوايدو د تورو پيسو سپينولو ته زمينه برابره شي او په دې توګه تهران د امريکا د بنديزونو پرخلاف، په نړيواله سطحه له خپلو شتمنيو استفاده وکړي.