د اوکراین کیف کې لاریون کوونکي له خپل پارلمانه ځینې غوښتنې لري

په اوکراین کې د اپوزېسیون زرګونه پلویانو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۲»​ د هغه هېواد په پلازمېنه کیف کې لاریون وکړ او له خپله پارلمانه‌یې غوښتنه وکړه چې د ولسمشر "سلب صلاحیت" قانون تصویب کړي.

د اوکراین پولیسو ویلي چې د اپوزېسیون د پلویانو پرونی لاریون د "نوي ځواک حرکت" ګوند تنظیم کړی و چې مشري یې میخایل ساکاشوېلي کوي.

پولیسو وویل چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسانو په لاریون کې ګډون کړی و، خو سیمه‌ييزې سرچینې وايي چې ۵۰۰۰ کسان ورغلي وو.

د اوکراین پولیسو ویلي چې لاریون کوونکي په کرارۍ د کيف ښار په مرکزي سیمو کې تر ګرځېدو او د اروپا پر څلور لارې تر تم کېدو وروسته، ولاړل.