د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اروپايي هېوادو ته په رسمي سفر ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» اروپايي هېوادونو ته په رسمي سفر ځي.

تر دې اعلان مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې سپینه ماڼۍ د ټېلرسن د لیرې کولو پلان لري.

رکس ټېلرسن به د سې شنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل او ویانا کې د ناټو، اروپايي اتحادیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له مشرانو سره وګوري.

ټاکل شوې چې ټېلرسن د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د غونډې تر څنګ، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره وګوري.

ټېلرسن اروپا ته تر روانېدو مخکې ټینګار وکړ چې واشنګټن د اروپا له امنیت سره په داسې حال کې چې د هغه په وینا، روسیه له تشدده ډک کارونه کوي، د همکارۍ تعهد لري.

په وروستیو کې یو شمېر امریکايي رسنیو وویل چې سپینه ماڼۍ غواړي چې رکس ټېلرسن له کاره لیرې کړي او پر ځای یې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر مایک پامپېو د بهرنیو چارو وزیر وټاکي.

خو د امریکا ولسمشر دا راپورونه غلط بللي دي.