کابل، چابهار بندر کې د نوې جوړې شوې برخې د پرانیستو هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت په چابهار بندر کې د نوې جوړې شوې برخې د پرانیستل کېدو او د بندر د پراختیا هرکلی وکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا پرمختګ به په افغانستان کې د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي او د پاکستان پر ګوادر بندر به د افغانستان د سوداګرو اتکا ډېره کمه کړي.

دوا خان مینه‌پال وویل:

"افغانستان، ایران او هند د چابهار پروژې پر جوړولو کار پېل کړ چې د هند د مرستې غنم پرې راولېږدول شو. چابهار افغانستان ته د وارداتو یوه ارزانه لار ده."

د ایران دولتي ټلوېزیون پرون وویل، د چابهار بندر د نوې برخې د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې د ایران ولسمشر او د افغانستان، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د ایران حکومت پر چابهار بندر یو میلیارد ډالر پانګونه کړې چې د پراختیا چارې به‌یې په راتلونکو ۱۴ کلونو کې بشپړې شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې چابهار بندر به د سیمې د هېوادونو ترمنځ زیات مشارکت او اتحاد جوړ کړي.