ایران په چابهاربندر کې نوې جوړه شوې برخه رسماً پرانيسته

ایران نن یکشنبه په چابهاربندر کې نوې جوړه شوې برخه رسماً پرانيسته.

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د افغانستان، پاکستان هند، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د چابهاربندر چې د هند سمندر ته د ایران نېږدې لاره ده، د پراختیا لپاره یې په دغې نوې جوړې شوې برخې سره د دغه بندر د کارګو ظرفیت په کال کې له دوه نیم ميلیونو ټنو څخه اته نیم ميلیونو ټنو ته پورته شوه.

د چارو کارپوهان وایي، دغه بندر به شااوخوا ۸۰ کیلومتره لېرې د اوبو بلې غاړې ته د پاکستان د ګوادر بندر چې د چین په مرسته رغول شوی، له چلنج سره مخامخ کړي.

خو روحاني په پرانيستونکې وینا کې دغه د سیالي مسئله ردکړه او ویې ویل چې دغه بندر به د سیمې د هېوادونو ترمنځ یووالی او همکاري لاپیاوړي کړي.

د یادونې وړده چې د چابهاربندر د افغانستان لپاره هم مهم ځکه دی چې تر ډېره د پاکستان پربندرونو د دې هېواد اتکا راکموي.