افغان چارواکي وایي، په هلمند کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو چې د سرې قطعې په نوم یاد شوي، قوماندان وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن یکشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ملا شاولي چې په ملا ناصر مشهور و، تېره اوونۍ په هلمند کې د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولي چې درې کاله مخکې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د طالبانو له خوا د هلمند لپاره مرستیال والي ټاکل شوی و، د طالبانو په تهاجمي حملو کې مستقیماً ښکېل و.
د افغانستان د پوځ په وینا، د طالبانو سره قطعه د شپې د دید د وسایلو په ګډون په پرمختللو وسلو سمباله ده.
په دغو عملیاتو کې چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې شوي، له ولي سره د طالبانو دوه نور قوماندانان او یو بل چې ځانوژونکی بلل شوی، وژل شوي دي.