د چک په پلازمېنه پراګ کې د پل نړېدو پېښه کې ۴تنه ټپيان شوي

د چک په پلازمېنه پراګ کې د لارویانو د یوه پل د نړېدو په پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

دغه دونیم سوه متره اوږد پل چې د پراګ په شمالي برخه کې د ولتاوا پرسیند پر اوسپنیزو مزو ټینګ و، د شنبې په ورځ تقریباً بشپړ ونړېد.

د پراګ روغتیایي چارواکو د دوتنو ټپیانو وضعیت نازک بللی دی.

دغه پل چې په ۱۹۸۴کال کې جوړ شوی و، د راپورونو له مخې چارواکو له مخکې خبرداری ورکړی و چې ۱۶۵ مزي یې زنګ وهلي دي.