خوست: د HIV نه د کرکې پر ځای د هغې درملنه په کار ده

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، که څه هم په یاد ولایت کې يې د HIV په ویروس اخته ۶۹ مثبت واقعات تر درملنې لاندې نیولي، خو په ټولنه کې د دې ویروس پر وړاندې د کرکې او حساسیت له کبله لسګونه نور کسان چې ممکن مثبت واقعات ولري، پټ دي.

نن د یکشنبې په ورځ د عامې روغتیا رئيس محمد حبیب شاه انصاري په خوست کې د ایډز پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل، کچیرې دوی ته HIV مشکوک ناروغان د معایناتو لپاره ورشي، ښايي مثبت واقعات ډېر شي.

ښاغلی انصاري زیاتوي:

"د تېر ځل څخه د HIV پيښې ډېرې شوي دي، امکان لري که د یادې ناروغی مشکوک ناروغان دوی سره خپل معاینات ترسره کوي ممکن نور مثبت واقعات هم موجود وي، په دې اړه مو د مخورو او علماوو څخه غوښتنه داده چې د دې مریضۍ د مخنیوي په باب خلکو ته عامه پوهاوی وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د عامې ورغتیا وزارت هم وویل چې په هېواد کې په روان کال کې د ایډز۲۵۲۲ پېښې ثبت شوي دي.