د افغانستان جمهوري رياست وايي، ځينې کسانو د ولسمشر محمد اشرف غني له پرونيو خبرو د عامه افکارو د ګډوډولو لپاره استفاده وکړه.
جمهوري رياست نن یکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ولسمشر په پرونيو خبرو کې د څادر کليمې يادونه، له محلي تعبيرونو استفاده وه او هېڅکله د ښځو مقام ته سپکاوى نه و.
ولسمشر په خپله پرونۍ وينا کې ويلي وو:
"هغه کسان چې ادعا لري چې د حکومت کوم چارواکی او یا نور له داعش سره لار لري، باید دا جرئت وکړي چې محکمې ته راشي او خپله ادعا ثابته کړي، که نه څادر دې پر سر کړي."
د ښځو د حقونو ځينو فعالانو د ولسمشر پر دې خبرې انتقاد کړى و.
جمهوري رياست وايي، د څادر د کلمې يادونه په هېڅ وجه د ښځو مقام ته سپکاوى نه و.