د سوداګرۍ وزیر د فرصتونو د ارزیابۍ په هدف چابهار بندر ته تللی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په چابهار بندر کې د پانګونې د فرصتونو د ارزیابۍ په خاطر دې بندر ته تللی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبې ازادي راډیو ته د همایون رسا د دې سفر په اړه وویل:

"د دغه سفر هدف دا دی چې وزیر صاحب دغه بندر له نږدې وګوري او افغانستان د چابهار بندر له لارې د مؤثرې ګټې اخېستنې په استفادي سره د سیمې له هېوادونو سره وصل شي."

ښاغلی قوقندي وايي چې افغانستان، ایران او هند په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د چابهار بندر هوکړه لیک لاس لیک کړ.

نوموړی وایي چې څه موده وړاندې د لومړي ځل لپاره د چهار بندر له لارې د هند مرسته شوي غنم نیمروز ته را ورسېدل.