فیصل: چین د کابل او اسلام اباد اړیکو سمېدو کې د همکارۍ ژمنه کړې

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، چین چمتووالی ښودلی چې د کابل او اسلام ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د منځ کړي رول ولوبوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې د چین صدراعظم دغه وړاندیز د شنګهای غونډې په څنده کې اجرائیه رئیس ته کړی دی.

د ښاغلي جاوید په خبره که څه هم تراوسه د دغه وړاندیز په اړه موافقه نه ده شوې، خو دوی له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي.

د ښاغلي فیصل په خبره د چین د وړاندیز پراساس او که افغان حکومت موافقه وکړي نو د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته به ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې تر بل هروخت ترینګلې شوي او د ښه کېدو لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې.