د نورستان د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت زده کونکو ته د درسي کتابونو په برابرولو کې ناکام شوی دی.
د نورستان د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال احسان الله محسن له ازادي راډیو سره په مرکه کې، پرون شنبه تائید کړه چې زده کونکي درسي کتابونه نه لري.
په ورته وخت کې په نورستان کې د نجونو د "پشکي" لېسې زده کونکې، روبینا پرون شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل:
"زه د دولسم ټولګي زده کونکي یم او ټول کال مې په یوه کتاب ګذاره کوله، موږ کتابونه نه لرو."
د پارون د مرکزي دارالاعلوم استادانو هم وویل چې زیات زده کونکي د پوهنتون لپاره په دولتي ازموینه کې ناکامېږي چې یو لوی دلیل یې په نورستان کې د درسي کتابونو نشتوالی دی.