د امریکا سنا تقریباً د یونیم ټریليون ډالرو په ارزښت د مالیې د اصلاحاتو یوه لایحه تصویب کړې ده.
دا د ولسمشر ټرمپ لپاره د واک په لومړي کال کې لومړنۍ لویه تقنیني بریا ګڼل کېږي.
د مالیې په برخه کې دا لایحه پر کاروبارونو او د ډېرو عوایدو لرونکو اشخاصو باندې د مالیې په کمولو متمرکزه ده، خو نورو ته په متوسطه توګه مالیه کموي.
دا لایحه پر هغه سربېره تصویب شوې چې د سنا یوې کمېټې موندلې وه چې په مالیه کې دا اصلاحات به د امریکا بودیجه له یو ټریليون ډالرو کسر سره مخ کړي.
دا لایحه چې د سنا د جمهوري غوښتونکو مشرانو له خوا د تړلو دروازو تر شا لیکل شوې، هېڅ ډموکراټ سناتور یې په پلوۍ رأیه نه ده ورکړې.
جمهوري غوښتونکي د امریکا په سنا کې اکثریت دی.
دا په تېرو درې لسیزو کې د امریکا د مالیې په سیسټم کې لومړنی لوی بدلون ګڼل کېږي.
په کانګرس کې ډموکراټان وايي، په مالیه کې دا اصلاحات یوازې بډای مالیه ورکونکو او لویو سوداګریو ته ګټه کوي، هغه هم د منځني عوایدو د لرونکو کورنیو د لګښت په بیه او همدارنګه د امریکا بودیجه له کسر سره مخ کوي.