د سوریې رسنۍ: د دمشق پر پوځي اهدافو توغول شوي توندي شنډ کړای شوي

سوریه کې دولتي رسنۍ وايي، دفاعي سیسټم لږ تر لږه هغه توغندي شنډ کړي چې له اسرائیلو څخه په دمشق کې د حکومت پر پوځي اهدافو توغول شوي وو.

د سوریې دولتي خبري اژانس سنا وايي چې له ځمکې څخه ځمکې ته دا توغندي د تېرې نیمې شپې پر مهال ویشتل شوي دي او مالي زیان یې اړولی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، احتمالاً تېره شپه اسرائیلي توغندیو د دمشق په جنوب لوېدیځ کې د حکومت او د دوی د متحدانو اهداف ویشتي دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د دمشق په جنوب کې یوه پوځي اډه د توغندي هدف ګرځول شوې ده.

عبدالرحمن ویلي، دا روښانه نه ده چې ویشتل شوي تاسیسات د سوریې پوځ کارول او کنه، ایراني یا د لبنان شیعه ملېشې په کې وې.

ایران له خوا جوړې شوې ملېشې او د لبنان د حزب الله شیعه ملېشې په سوریه کې د بشارالاسد ملاتړ کوي.

اسرائیلو منلې چې په سوریه کې یې شپږ کاله مخکې د کورنۍ جګړې د پیل راهيسې دغلته پر ځینو اهدافو د توغندیو بریدونه کړي، څو د حزب الله ملېشو ته د وسله والو د انتقال مخه ونیسي.
حزب الله په ۲۰۰۶ میلادي کال کې له اسرائیلو سره جګړه وکړه.