په کندهار کې د افغانستان د پخواني او اوسني دولت یو شمېر چارواکي، سیاستوال او د حکومت سیاسي مخالفین د دویمې ورځې لپاره په یوه غونډه کې راټول شوي دي.
د غونډې برخه وال چې ډېر یې د ملي یووالي د حکومت په مخالفت ویناوې کوي، وايي، د غونډې هدف د افغانستان ستونزو ته د هواري لاره موندل دي.
دا غونډه چې دا مهال روانه ده، تر اوسه پورې په کې د د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي، د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون ویناوې کړي دي.
همدارنګه د افغانستان له شمال څخه کندهار ته د عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم په استازیتوب تللو کسانو هم ویناوې کړي.
د سیاستوالو ویناوې تر ډېره د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي پر حکومت پر انتقادونو راڅرخي.
که څه هم تر اوسه په دې غونډه کې پر حکومت د شویو انتقادونو په اړه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي، خو په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د کندهار په نننۍ غونډه کې د دې ولایت د امنیه قوماندان عبدالرازق د پردې تر شا رول لري او د کندهار له یو شمېر ولسوالیو څخه یې د غلته په غونډه کې د ګډون لپاره خلک راټول کړي دي.
په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که غونډه د قانون خلاف وي او په پرېکړو کې یې د کندهار د امنیه قوماندان رول ولري، قانوني چلند به ورسره وکړي.