عبدالباقي امین: حکومت د سولې لپاره قوي اراده نه لري

د سیمه ییزو مطالعاتو ستراتیژیک مرکز وايي، افغان حکومت د سولې لپاره قوي اراده نه لري.

د دغه مرکز مشر عبدالباقي امین نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوی له لورې ترسره شوې ټولپښتنې کې ۶۷سلنه خلکو ویلي چې حکومت د سولې د ټینګښت لپاره اراده نه لري.

دښاغلي باقي په خبره په دغه ټولپښتنه کې همدا راز د سولې عالي شورا سمبولیکه بللش شوې.

تر دې وړاندې هم د سولې پر عالي شورا ګڼ انتقادونه شوي، خو د دغه شورا مسؤلینو بیا له خپلو کارونو دفاع کړې ده.

افغان حکومت تر دامهاله د یاد مرکز د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي اراده لري.