د کندز د غالیو ځیني سوداګر بهرنیو بازارونو ته له نه لاس رسي شکایت کوي

د دوی د خبرو پر بنسټ، هغه غالۍ چې په کندز کې تولیدېږي، لومړی پاکستان ته وړل کېږي او بیا له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې د غالیو یو شمېر سوداګر د افغانستان له دولته غواړي چې د افغاني غالیو لپاره دې په بهرنیو بازارونو کې د پلورلو زمینه برابر کړي.

دغالیو ځیني اوبدونکي او پلورونکي زیاتوې چې په هېواد کې دننه افغاني غالۍ دومره څوک نه اخلي او په خبره یې چې خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولاي چې وطني غالۍ واخلي.

خو په کندز کې د سوداګرۍ خونې دعامل مدېر مولانا عبدالسمیع وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په بهرنیو بازارونو کې تر یوه حده د افغاني غالیو بازار ښه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي او له نړیوال شهرته برخمنې دي، خو هغه غالۍ چې بیا په شمال او شمال ختیځ ولایتونو او په خاصه توګه، په کندز کې اوبدل کېږي، له ځانګړې ښکلا او کیفیت څخه برخمنې دي او همدارنګه د دغه صنعت له لارې، زیات شمېر خلک ډېر عواید هم ترلاسه کوي.