د کندهار د غونډې دوهمه ورځ ده

په کندهار ولایت کې د حکومت د یو شمېر مخالفو څېرو د غونډې دوهمه ورځ ده.

تر اوسه د دوهمې ورځې بهیر نه دی پیل شوی خو تدابیر ورته نیول شوي دي.

په کندهار کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د غونډې لپاره چې په عینو مېنه کې جوړه شوې د سرحدي پولیسو له خوا امنیت نیول شوی دی.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې شااوخوا شپیتو استازیو او ګڼو نورو خلکو په پرونۍ غونډه کې برخه واخیسته چې هدف یې په ځینو برخو کې د ستونزو د هواري لپاره د لارو چارو لټول ښودل شوی و.

خو پرون ورځ غونډه حکومت ته له دې امله له ګواښونو ډکه تېره شوه چې ولې د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم او ځينو نورو څېرو ته د کندهار د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

په پرونۍ غونډه کې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر حکومت ته دولس ساعته ضرب الااجل هم وټاکه چې باید د عطامحمد نور او نورو څېرو د ورتګ خنډ هوار کړي.

اخوا د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه بیان کې ویلي که څه هم کام ایر شرکت ته د جمعې په ورځ اجازه ورکړل شوه چې د پنجشنبې ورځې لغوه شوی پرواز وکړي خو دغه شرکت د کندهار پرواز ترسره نه کړ.

د کام ایر شرکت مسوولینو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د بلخ والي او نورو ملګرو یې د پنجشنبې په شپه کله چې کندهار ته له سفر کولو پاتې شول حکومت تورن کړ چې د دوی د سفر مخه یې نیولې ده.