مایکل فلین وايي«FBI» ته یې ناسم بیان ورکړی دی

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین چې یوازې د ۲۴ ورځو لپاره په دنده کې و اعتراف کړی چې د تحقیقاتو فیدرالي ادارې یا «ایف. بي. ای» ته يې ناسم بیان ور کړی دی.

د فلین اعتراف د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په اړه د ځانګړي څارنوال روبرټ مولر د پلټنو په لړ کې نوی تحول بلل کېږي.

د محکمې لخوا په لګول شوي تور کې ویل شوي چې مایکل فلین په خپله خوښه او پوره درک سره په واشنګټن کې د روسيې له پخواني سفیر سره پر مسکو کې د امریکا د بندیزونو د مسئلې په اړه د کتنې په هکله دروغ څرګندونې کړي دي.

اسناد ښيې چې فلین د روسيې له سفیر سره د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په انتقالي دوره کې کتلي وو.

د مایکل فلین مدافع وکیل د نوموړي په حواله ویلي چې ده په خپل ناسم عمل اعتراف کړی دی او د خپلې کورنۍ او هېواد د ښیګڼې په هدف يې له ځانګړي څارنوال سره د همکارۍ پرېکړه کړې ده.