عرفان: نن شنبه ۵ کاندید وزیران ولسي جرګې ته خپل پلانونه بیانوي

تمه ده چې نن پنځه کاندید وزیران خپل کاري پلانونه د ولسي جرګې له غړیو سره شریک کړي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل د کاندید وزیرانو د پلانونو د وړاندې کولو په لړ کې به سبا یکشنبه هم پنځه او د دوشنبې په ورځ دوه کاندید وزیران ولسي جرګې ته معلومات ورکړي:

"کاندید وزیران د شنبې، یکشنبې، دوشنبې په ورځو پارلمان ته راځي او د دوشنبې په ورځ د دوه کاندید وزیرانو د کاري پلانونو تر اورېدو وروسته بیا د رایو صندوقونو ته مخه کوو او د رای ورکوکولو پروسه به پیل شي."

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش تېره شنبه دولس کاندید وزیران د اعتماد رای د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.