افغانستان او اذربایجان پنځه موافقې لاسلیک کړې

افغانستان او اذربایجان پرون په مختلفو برخو کې د همکاریو پنځه موافقې لاسلیک کړې.

دا موافقې د اذربایجان په مرکز باکو کې د افغانستان او اذربایجان د ولسمشرانو محمد اشرف غني او الهام علی ییف په حضور کې د دواړو هېوادونو د ماليې او بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړې.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، باکو او کابل د اقتصاد، سوداګرۍ، امنیت، د قانون د تطبیق، هوايي سکټور، ښونې او لوړو زده کړو په برخو کې په همکاریو موافقه وکړه.

ولسمشر غني په باکو کې د اسیا زړه هېوادونو د استانبول د پروسې د اووم کانفرانس په څنډو کې له خپل ازري سیال سره وکتل.