د امریکا متحده ایالتونو په لرې پراته هاوايي ایالت کې د اټمي حملې د خبرداري سیسټم زنګونه وازمویل شول.
دا له شمالي کوریا سره د هغه هېواد له خوا د راکټونو د ازمویلو په سر د امریکا د سړې جګړې تر پیل را وروسته لومړی وار و چې د امریکا په هاوايي ایالت کې د خبرداریو زنګونه وکړنګول شول.
د هاوايي ایالت د بېړنیو خدماتو د ادارې مسؤل ویرن میاګي ویلي د اټکل له مخې د اټمي حملې د خبرداري زنګونه ښه وازمویل شول، خو د ځینو وړو ستونزو رپوټونه هم اورېدل شوي دي.
پرون ۳۸۰ واره زنګ ووهل شو.
هاوايي تر شمالي کوریا ۴۶۰۰ کېلومتره واټن لري او دغه هېواد ته د امریکا په لنډ واټن کې له پرتو سیمو یوه ده.
په هاوايي ایالت کې د اټمي حملې د خبرداري زنګونه په داسې حال کې وازمویل شول چې تېره اوونۍ شمالي کوریا یو لرې واټن ویشتونکی توغندی و ازمویه.
پیونګ یانګ ګواښ وکړ چې دا توغندی کولای شي د امریکا هره سیمه وولي.
خو امریکا او نړیوالې ټولنې د شمالي کوریا د وروستۍ راکټي ازموینه په اړه تُند غبرګونونه ښودلي دي.