د ګرجستان حکومت نن اعلان وکړ چې له چرسو استفاده جرم نه دی.
د ګرجستان یوې محکمې پرون وویل چې له چرس او بنګو څخه له جوړولو شوو دواوو کار اخېستل جرم نه شي ګڼل کېدلای.
د ګُرجستان د جزا په قانون کې د چرسو درلودل او تر اویا ګرامه د زیاتو بنګو ساتل جرم و چې له امله یې وګړي مجازات کېدلای شوای.
په ګرجستان کې د اپوزېسیون ډلو له تېرکال راهیسې د چرس د قانوني کېدو او د قانون د تغیر هڅې کولې.