د هوايي چلند اداره: کندهار ته د نور سفر د ځینو دلایلو له امله وځنډېد

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، هغې الوتکې ته چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او ملګرو یې له مزار شریفه کندهار ته سفر په کې کاوه، د پرواز اجازه ورکړل شوې وه خو د ځینې دلایلو له امله وځنډېد.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، ویل شوي چې د الوتکې د پرواز په وخت کې د ځنډ له امله پرواز د شپې نهو بجو او پينځلس دقیقو ته ځنډېدلی و، په کندهار کې د شپې له خوا د الوتکو د ناستې لپاره محدودیتونه موجود دي او په کندهار هوايي ډګر کې د ناټو له قواوو سره د هماهنګۍ اړتیا وه چې له امله يې پرواز لغو شو.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بېګا پر انټرنټي سایټونو یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د لوی کندهار د تفاهم شورا په جلسې کې د ګډون لپاره هغه ولایت ته روان و، خو د "حکومت رهبرۍ" د پرواز اجازه ورنه کړه.

عطامحمد نور وویل چې دا " کار غیر اخلاقي او حقوقي" دی.

خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، الوتکې ته اجازه ورکړل شوې وه چې نن د ورځې کندهار ښار ته پرواز وکړي.