غني: د سیاسي تاوتریخوالي او ترورېزم پنځمه څپه د بشریت ضد تهدید دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د "اسیا زړه- استانبول پروسه" اوومه ناسته کې وویل، له ترورېزم سره جنګ یوازې د افغانستان یا سیمې ستونزه نه ده، ځکه د هغه په وینا:

"د سیاسي تاوتریخوالي او ترورېزم پنځمه څپه د بشریت ضد تهدید دی او دا پدیده چې له منځه وړل یې زیاتو کوښښونو ته اړتیا لري، وګړي او دولتونه سره یو ځای کوي."

دا کنفرانس نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شوی دی.

اشرف غني همدا راز وویل چې افغانستان د ترورېزم پر ضد او د ترورېزم له کبله په سیمه کې د ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې د یوه شریک په توګه هڅو او همکارۍ ته ژمن دی.

اشرف غني بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، یو وار بیا وویل چې طالبان له پناهځایونو پرته فعالیت نه شي کولای.

هغه وویل، د متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د امریکا د قدرت ټولې وسیلې یوځای کړې او پیغام یې دا دی چې د طالبانو ډلې او د هغوی ملاتړي د جنګ له لارې نشي بریالي کېدای.