غني: د مخدرو موادو قاچاق د نړۍ امنیت ته ګواښ دی

ولسمشر محمد اشرف غني نن د "اسیا زړه - استانبول پروسه" د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې وویل، د مخدرو موادو قاچاق او جنایت کارې ډلې د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ دي.

دا کنفرانس نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شوی دی.

ښاغلي غني وویل، په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او خواشیني يې څرګنده کړه چې سږکال د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې د قاچاق وړونکو او د مخدرو موادو د لابراتوارونو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس عملیات زیات شوي او سږکال يې د ۵۰ او ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت مواد له منځه وړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان خاوره یې له داعشه ګټلې، داعش بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، وسلې او جنګیالي یې د کمېدو په حال کې دي او یوازې په غرونو کې بند پاتې دي.